IQNA

 د عمان ستر مفتی د اسلامی ملګرتیا موسیسې پر بې توجهئ سختې نیوکې وکړې

11:24 - February 03, 2026
د خبر لمبر: 3492402
ایکنا- د عمان ستر مفتی شیخ احمد الخلیلي د وحشی صهیونیسټي رژیم  دجنایتونو په باب د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې په انفعالی عملونو او بې توجهئ سختې نیوکې وکړې.

ایکنانیوز د ۲۱ چینل له قوله راپور راکړ، د عمان مفتی شیخ احمد الخلیلي  په یوې اعلامیې کې ووئيل چې د موافقې له لاسلیک کید ا سره سره د فلسطینیانو په ضد د نیواکګرو جنایتونه  هماغه راز دوام لري.

هغه ووئيل دغه حملې او جنایتونه  د ځینو اسلامی او عربو هیوادونو  د څارونکو لورو ترمینځ  له موافقې  سره سره ترسره کیږی،نو دا پوښتنه راوالاړه کیږي، چې د اسلامی ملګرتیا موسیسه ، عربی اتحادیه او د اسلامی ټولنې اهتمام چرته دي او ولې هیڅ اقدام نه کوي؟

شیخ احمد بن حمد الخلیلي  په غزې او نورو فلسطینیو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د وحشي ډوله  حملو او جنایتونو دوام ته به اشارط سره په داسې حال کې چې د څو عربو او اسلامی هیوادونو او نورو هیوادونو په څارنې سره ددواړو لورو ترمینځ موافقه هم لاسلیک شوې ده ،  د هغه څه په باب چې  هغه دوامدار تیري او یرغلونه بللي، ددغو  هیوادونو په بې توجهئ او نه محکومیّت خواشيني ښودلې ده.

الخلیلي  په دغې اعلامیې کې  دې ته په اشارې سره  ددغې موافقې  دملاتړو هیوادونو په چُپتیا سره دا موافقه نشي بلل  کیدلی ، بلکې نوره اسلامی او عربی نړئ باید  ویښه شي  او لاس په کار شي او د خپلو مسلمانو  خوئيندو  او وروڼو مرستو ته ودانګي .هغه دا پوښتنه هم مطرح  کړه چې چرته ده اسلامی ملګرتیا موسیسه  او عربی  اتحادیه څه  کوي  او اسلامی غیرت چرته تلی دی ؟

د عمان ستر مفتی د پیغمبر اکرم(ص) په فرمایشاتو باندې په استناد سره ټينګار وکړ،  چې پر تولو مسلمانانو واجبه ده چې پخپل ټول توان سره ددغو تیریو په وړاندې ودریږي

https://iqna.ir/fa/news/4331960

captcha